د غیر دولتي موسساتو د قانون د تعدیل په طرحه کې د غیر دولتي موسساتو د لېد لوري د شاملېدو په اړه مشورتي ناسته جوړه شوه

habibi_admin
Sun, May 02 2021 8:42 AM
image

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ د غیر دولتي موسساتو د قانون د تعدیل په طرحه کې د غیر دولتي موسساتو د نظرونو او وړاندیزونو د شاملېدلو په پار مشورتي ناسته د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ

په دې ناسته کې، چې د غیر دولتي موسساتو او د عدلیې وزارت لوړ رتبه استازو پکې ګډون درلود، د غیر دولتي موسسو د قانون د تعدیل د طرحې په مادو او فقرو د شته اختلافونو په اړه بحث وکړ.

د اقتصاد وزیرې د غیر دولتي موسسو د فعالیتونو د هر اړخیزه ملاتړ په څرګندولو سره د دغو موسساتو د ځواب ورکوونې او په قانونمندۍ باندې ټینګار وکړ.

همدارنگه په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې د اقتصاد وزارت حقوقي سلاکار د عدلیې وزارت استازي او د غیر دولتي موسسو د استازو په ګډون به یوه تخنیکي غونډه جوړه کړي او د هېواد د نافذه قوانینو له مخې به د اختلافي مواردو په اړه بحث وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د غیر دولتي موسسو د قانون د تعدیل طرحه به په ۸ څپرکو او ۶۹ مادو کې چمتو شي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS