د اقتصاد وزیره: په پوله باندې سوداګري او د هغې پراختیا د افغانستان اسلامي جمهوریت له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کیږي

habibi_admin
Tue, May 04 2021 8:39 AM
image

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې کمیسیون دوهمه نوبتي غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي، د آغا خان د پراختیایي شبکې استازي شهزراده هېرجي، د تخار ولایت والي عبدالله قرلق، د آغا خان د بنسټ رییس ډاکټر نجم الدین، د تاجکستان هېواد استازي او د تراڼسپورټ وزیر، په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازي، په تاجکستان کې د اروپایي اتحادیې استازيو په ګډون په انلاین ډول دافغانستان او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي او پراختیایي فرصتونو د تقویت لپاره، د پولې دواړو لوریو کورنیو ته د کاري فرصتونو د مهیا او د فقر د له منځه وړلو په موخه جوړه شوه.

ډاکټر کریمه حامد فاریابي د آغا خان بنسټ، د اروپایي اتحادیې او د آلمان پراختیایي بانک د دوامدارو او اغیزمنو مرستو څخه مننه وکړه او د پولې ترمنځ سوداګري او د هغې وده یې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بنسټیزو موخو څخه وګڼله.

نوموړي زیاته کړه:" د پولې ترمنځ سوداګرۍ کې زمونږ اصلي موخه د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د تجربو شریکول دي، چې دا کار به دواړو هېوادونو کې بوختیاوې رامنځته کړي او بې وزلۍ به له منځه یوسي. او د ځان بسیاینې په لور به مو ګامونه اخیستي وي.

د غونډې ګډونوالو په دواړو پولو کې د اقتصادي او پراختیایي اغیزمنو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه، د دواړو هېوادونو د کورني او بومي تولیداتو لپاره د مناسب بازار د رامنځته کول، د بې وزلۍ ورکول ، د پروژو د پلي کېدلو پروسې چټکتیا او د پولو دواړو لوریو ته د اوسیدونکو د غوښتنو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د SCORED بنسټیزې پروژې د اقتصادي کړنو د پرمختګ راپور، چې د اروپایي اتحادیې له لوري تمویلېږي وارزول شو.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله مخکې د افغانستان-تاجکستان د پولو ترمنځ د اقتصادي او پراختیایي همکاریو هوکړه لیک د اقتصاد وزارت او د آغا خان بنسټ ترمنځ لاسلیک شوی و.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS