جمهوررئیس: د سولې پروسه کې د ښځو ګډون یقیني شوی

habibi_admin
Tue, May 04 2021 8:48 AM
image

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د افغان ښځو شبکې غړو سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل، سولې او په دې پروسه کې د ښځو غوښتنو او حقونو ته د رسیدګي په اړه خبرې وکړې.

په پیل کې د هیواد لومړۍ مېرمن په سولې پروسه کې د ښځو د غوښتنو د انسجام په اړه معلومات ورکړل وې ویل، نن افغان ښځې خپل غږ لري او هېڅوک یې په حقونو معامله نشي کولی.

د افغان ښځو شبکې غړو د سولې پروسې تصمیمونو کې د ښځو پر ګډون، د جمهوریت پر ساتنې، د معلوماتي خلا پر لمنځه وړلو او د لویو ملي پروژو د کارونو پر دوام ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، د افغانستان اساسي قانون ماته اجازه نه راکوي چې د ښځو پر حقونو معامله وکړم او په سولې پروسه کې د ښځو ګډون یقیني شوی. د سولې پروسه له ابهاماتو وتلې او هر تصمیم د افغانانو د ارادې پر اساس نیول کېږي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړی کوي، د سیمې روایت بدلېږي، له بین المللي همکارانو سره د مناسباتو نوی فصل پیلېږي او تر بل هر وخت د سولې ښه فرصت رامنځته شوی دی.

جمهوررئیس په راتلونکو څو اونیو کې له پاکستان سره د جدي مذاکراتو پیلېدو ته په اشارې وویل، پاکستان نور په افغانستان کې د بین المللي ځواکونو د پاتې کېدو پر سر له امریکا د باج اخیستو فرصت نه لري، له افغانستان سره به دوستي یا دښمني انتخابوي.

جمهوررئیس غني وویل، د سولې په اړه اصلي تصمیم د افغانستان په داخل کې نیول کېږي او نهایي تصمیم افغان ولس نیسي . تر دې وروسته د سولې اصلي لوری د افغانستان حکومت دی او د سولې په هېڅ غونډه کې د مېلمه نه، بلکې د اصلي مالک په توګه ګډون کوو.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS