پراختیایي کمیټې د کاپیسا ولایت پراختیایي او ټولنیز پلان مسوده تایید کړه

habibi_admin
Wed, May 05 2021 8:41 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د کاپیسا ولایت د پراختیایي او ټولنیز پلان مسوده، چې په (۶) سکتورونو کې د( ۱۲۸۸۹۳۵۰۶۲) افغانیو په اټکلي بودیجې سره (۹۸) پروژو د ځینو نورو پروژې په زیاتولو سره شاملې دي د پراختیایي کمیټې لخوا تایید شوه.

د کاپیسا ولایت والي عبدالطیف مراد د یاد ولایت د سیمه اییزې ادارو له رییسانو څخه وغوښتل، چې د یاد پلان مسوده مرکزي ادارتو سره شریکه کړي. او د پروژو د تطبیق لپاره د ملاتړ په ترلاسه کولو کې یې کوښښ وکړي.

د کاپیسا ولایت د اقتصاد رییس سید اکرم واصل د کاپیسا ولایت د ولایتي لر لید د چاپولو په تړون کې د همکارو اداراتو له همغږۍ څخه ستاینه وکړه او د پروژو د چارو له تطبیق او پرمختګ راپور یې د څارنې او راپور ورکوونې د سیستم PMRS له مخې ګډون کوونکو سره شریک کړل.

همدارنګه په دې غونډه کې، د (باغ درې) د بریښنا بند د جوړونې عملي چارې د پیل کولو په اړه خبرې وشوې.

د باغ درې د بریښنا بند پروژې د (۲۶۰) میلیونو ډالرو په ارزښت د اوبو څخه د مدیریت د ملي ادارې لخوا پلې کېږي، چې د (۲۵۰) میګاواټه بریښنا د تولید د (۲۰۰۵) ملیونه متر. مکعب څخه زیاته د اوبو پانګه او د (۱۴۰۰۰) هکتارو څخه د زیاتو ځمکو د اوبه لګونې ظرفیت لري.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS