د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د ترکمنستان د نفت او ګازو/ (OGT_ 2021) په ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ

habibi_admin
Wed, May 12 2021 8:29 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د ترکمنستان د نفت او ګازو/ (OGT_ 2021) په ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. دغه ناسته د ترکمنستان هیواد ولسمشر قربان‌قُلی‌بردی‌محمداوف په وینا په یاد هیواد کې پیل شوه.

په دې ناسته کې د ترکمنستان هېواد د انرژیو په لېږد، ننګونو او فرصتونو باندې بحث وشو، چې د سیمې هېوادونو او د نړۍ نورو هېوادونو ته د یاد هېواد له لوري لیږل کیږي.

ویاندویانو په دغه ناسته کې خپلو هېوادونو ته د انرژیو د لیږد لپاره د لازیاتو همغږیو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې ترکمنستان هېواد د ټاپي پروژې په تطبیق کې د افغانستان د متحدو همکارانو څخه دی او د دې پروژې په مرسته به د افغانستان له لارې د ګازو د لویه کرښه د سویل آسیا هېوادونو ته ولیږل شي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS