په پروان کې د غیر دولتي موسساتو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

habibi_admin
Thu, May 20 2021 8:24 AM
image

اقتصاد وزارت _ افغانستان: په پروان کې د غیر دولتي موسساتو سره د همغږۍ میاشتنۍ غونډه د ولایت د مقام مرستیالانو، د سکتوري ریاستونو رییسانو او د غیر دولتي موسسو د استازو په ګډون جوړه شوه.

د پروان والي ډګرجنرال فضل الدین عیار په دې غونډه کې د غیر دولتي موسساتو څخه وغوښتل، چې خپل فعالیتونه دې د اقتصاد ریاست سره په همغږې وکړي.

د پروان والي د غیر دولتي موسسو د فعالیتونو او د پروژو د تطبیق په برخه کې په ځانګړي ډول د روغتیا او د سیلاب ځپلو سره د مرستې پر مهال د مننې ترڅنګ خبرداری ورکړ، هغه ادارې، چې د اقتصاد ریاست له همغږۍ پرته فعالیت کوي ، که دوی د همغږۍ پرته فعالیت ته دوام ورکړي قانوني چلند به ورسره وشي.

د پروان ولایت د اقتصاد رییس مسیح الله هاروني په دغه ولایت کې د غیر دولتي موسسو تر پلان لاندې او د پلې شویو پروژو په اړه راپور وړاندې کړ.

اوس مهال ۳۶ غیر دولتي موسسې په پروان ولایت کې فعالیت کوي او د روان کال تر پایه به په دغه ولایت کې ۶۴ پروژې پلي کړي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS