د لوړو ټولنیزو اغیزو سره د پراختیایي پروژو مشرتابه درېیمه غونډه ترسره شوه

habibi_admin
Tue, May 25 2021 8:52 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د لوړو ټولنیزو اغیزو سره د پراختیایي پروژو HICDP د مشرتابه درېیمه غونډه د اقتصاد وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت سرپرست محمد نبی سروش، افغانستان کې د هندوستان هېواد د سفارت مرستیال راګو رام او د دې هېواد د سفارت د پراختیایي برخې مسوول په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د افغانستان بانک ته د HICDP پروژو حساب کې د پیسې د فزیکي لېږدولو کې د تاخیر په اړه، د تدارک په پروسه کې د پروژو، د نويو وړاندیز شوو پروسو او د پروژو د اضافه کاریو په اړه بحث او لازمه پریکړه ونیول شوه.

د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون دننه د 2.57 کیلومټره سړکونو د اسفالت پروژه د HICDP پروژو د رهبرۍ لخوا تایید شوه.

همدارنګه د هندوستان سفارت ژمنه وکړه، چې د HICDP د څلورمې برنامې مرحله به د بهرنیو چارو وزارت سره تعقیب کړي چې ژر تر ژره لاسلیک شي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS