د اقتصاد وزیري د بلاروس جمهوریت د غیر مقیم استازي سره وکتل

habibi_admin
Sat, May 29 2021 8:25 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د بلاروس هېواد له غیر مقیم استازي اولیگ نیکولاویچ ایوانف سره لیدنه وکړه او د اقتصادي او سوداګریزو ګډو اړېکو په اړه یې بحث سره وکړ.

په دې لیدنه کې، د بلاروس له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو ګډ سوداګریز او اقتصادي اړېکو د هوکړې د لاسلیک غوښتنه وشوه، څو د همدې لارې به په ګډ نندارتون کې د کاري، تخنیکي، ترانیزیټي او د کالیو د سفر لپاره په آسانتیاو او د روادید/ویزا د اخیستنې غوښتنه وشوه.

د اقتصاد وزیرې د بلاروس هېواد سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې اړینې وګڼلې او په کابل کې د دې هېواد غیر مقیم استازي شتون ګټوره وګڼل شو او ستاینه یې وشوه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د اقتصاد وزارت د یاد هېواد سره د اقتصادي او سوداګریزو اړېکو له درکه دیپلوماتیکو بنسټونه تشویقوي، تر څو زر تر زره به د سوداګریزو او اقتصادي اړېکو د تګلارې هوکړه لیک لاسلیک شي.

د یادونې وړ ده، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۱۵۰ میلیونه ډالرو پورې رسېږي، خو دغه پروسه په ۱۴۰۰ کال کې تر دې دمه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۰ ملیونه ډآلرو ته رسېدلې. ممکن ددې کچه د ۱۴۰۰ کال تر آخره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۲۰۰ میلیونه ډآلرو پورې ورسېږي. په پام کې ده، چې د بلاروس هېواد د اقتصادي او سوداګرۍ یو پلاوی په نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي او د اقتصادي او سوداګریز هوکړه لیک په مواردو باندې بحث وکړي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS