د افغانستان د سولې او پرمختګ د دویم ملي سند چوکاټ سره د افغانستان د تلپاتې پراختیایي موخو SDGs د اړېکې ورکونې دویمه تخنیکي ناسته ترسره شوه.

habibi_admin
Sat, May 29 2021 11:45 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د افغانستان د سولې او پرمختګ د دویم ملي سند چوکاټ سره د افغانستان د تلپاتې پراختیایي موخو SDGs د اړېکې ورکونې په اړه دویمه تحنیکي ناسته د اقتصاد وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش تر مدیریت لاندې اقتصاد وزارت کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د افغانستان د سولې او پرمختګ د دویم ملي سند چوکاټ سره د افغانستان د تلپاتې پراختیایي موخو SDGs د اړېکې ورکونې لپاره د معیاري تګلارې او چوکاټ د جوړولو په اړه تخنیکي بحثونه وشول او د دواړو ادارو د استازو ترمنځ د دواړو سندونو د مطابقت ورکونې د معیاري میکانیزم او چوکاټ باندې هوکړه وشوه.

د افغانستان د سولې او پرمختګ دویم ملي سند درې اساسي رکنه لري چې سوله جوړونه، دولت جوړونه او مارکیټ جوړونه دي، چې د اتو لومړیتوب لرونکو ملي برنامو سره پلي کېږي.

شته میکانیزم، د هېواد اته لومړیتوب لرونکې برنامې سره د هېواد د تلپاتې پراختیایي موخو د اړېکې ورکونې لپاره یو معیاري میتود ښیي، چې اوسمهال د اتو لومړیتوب لرونکې برنامې د ترتیب او پراختیا لپاره کار جریان لري.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS