د افغانستان د سولې او پرمختګ د دویم ملي سند او د تلپاتې پراختیایي موخو د پېژندنې په اړه برنامه ترسره شوه

habibi_admin
Tue, Jun 01 2021 12:55 PM
image

افغانستان-د اقتصاد وزارت: د افغانستان د سولې او پرمختګ د دویم ملي سند ( ANPDF-II ) او د تلپاتې پراختیایي موخو (A-SDGs) د پیژندنې په اړه د پوهاوي برنامه د بادغیس ولایت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

یادې برنامه کې د حکومت د ستراتیژیکو پلانونو او سندونو د ارزښت، د افغانستان د سولې او پرمختګ د لومړي ملي سند ( ANPDF-I ) او د درېیمې زرګیزې موخو MDGs له پلي کېدلو څخه لاسته راوړنې، په (ANPDF-II او SGDs) کې شته موخې او شاخصونه، په راتلونکو پنځو کلونو کې د حکومت لومړیتوبونه، د تلپاتې پراختیایي موخو سره د حکومت د موخو او لومړیتوبونو مطابقت او ګټې او په سند کې اټکل شوي ننګونې او سناریوګانې، د یو شمیر استادانو لخوا په سلایډونو کې جوړې او د پریزنټېشن په ترڅ کې وړاندې شوې.

یاده برنامه د ولایت د مقام دفتر، د اقتصاد ریاست او د ولایت د عالي زده کړو موسسې په همغږۍ د دولتي ادارو، د ولایتي شورا غړو، د علماوو د شورا غړو، ځوانان او مدني ټولنې، مېرمنو، د پوهنتون استادانو، متنفذینو، متشبثینو او د ملي او نړیوالو مسوولینو ته ترسره شوه.

د برنامې په پای کې، د مقام د مسوولینو لخوا د اقتصاد له رییس او د عالي زده کړو له دوه تنه استادانو د ستاینلیک په ورکولو ستاینه وشوه.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS