د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي نن د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر سره وکتل

habibi_admin
Wed, Jun 02 2021 8:42 AM
image

افغانستان ــ د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د لوړولو زده کړو وزیر عباس بصیر، د پارلماني چارو د وزارت مالي او اداري مرستیال عاطفه طبیب، د کونړ ولایت پخواني والي محمد ګل بیدار، د درنو جرمونو د دولتي ځمکو د غضبولو قضایاوو د ځانګري استیناف محکمې رییس قضاوتیار عبدالولي قاضي زاده، د کانونو او پترولیم وزارت استازي او په افغانستان کې د قېمتي تیږو له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې په لوړو زده کړو وزارت کې ترسره شوه; لومړی عباس بصیر امریکا ته د خپل سفر په اړه په JOGS نندارتون کې د ګډون او په دې اړه چې په امریکا کې له یو شمېر مېشتو سوداګرو د قېمتي تیږو د پروسس په برخه کې افغان زده کړیالانو ته د ښوونې چمتوالی لري او په دې برخه کې د کارکوونکو په توګه د افغان ښاریانو د منلو لپاره یې معلومات وړاندې کړل.

ډاکتر فاریابي، امریکا ته د لوړو زده کړو وزیر سفر ګټور وباله او د اقتصاد وزارت د مسوولیتونو اوصلاحیتونو په حدود کې یې په دې برخه کې د همکاریو د چمتوالي په اړه ډاډ ورکړ.

د اقتصاد وزیرې د نړۍ هېوادونو ته د صنعتي تولیداتو د پېژندنې لپاره د سواګرو ونډه اړینه وبلله او د قېمتي تېږو په برخه کې پانګونه یې افغانانو ته د کار د زمینې د برابرولو او د بېوزلۍ په کمولو او د بوختیا د رامنځته کولو لپاره د ستر ګام په توګه یاد کړ.

په دې ناسته کې، ګډون د کوونکي له بحثونو وروسته؛ له افغانستانه بهر ته له افغان سوداګرو او پانګوالو سره د همکارۍ او همغږۍ پر میکانیزم او د هېواد قېمتي تېږو د پروسس فن او د تجاربو د لېږد د تګلارو او په دې برخه کې د مارکېټنګ په اړه بحث وشو او لازم تصامیم ونیول شول.

په دې ناسته کې د وړاندیزونو له مخې هوکړه وشوه چې د لوړو زده کړو، اقتصاد، کانونو او پترولیم، سوداګرۍ او نور اړوندو ادارو او یو شمېر ملي سوداګرو چې د قېمتي تیږو د صادراتو او پروسس په برخه کې کار کوي، امریکا ته د یو اختصاصي سفر لپاره اجنډا چمتو او په هېواد کې د تیږو د پروسس فن د بومي کولو په هدف له دې پانګوالو څخه د دولت د ملاتړ په اړه بحث وکړي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS