د ارزونې عالي کمیسیون له لوري د ۴۴ کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو سندونه تایید شول

habibi_admin
Wed, Jun 09 2021 8:47 AM
image

افغانستان- اقتصاد وزارت: د ارزونې عالي کمیسیون د ۴۴ غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو (۴۲ غیر دولتي کورنۍ موسسې او ۲ بهرنيو موسسو) سندونه تایید کړل.

نن په اقتصاد وزارت کې یاد کمیسیون داقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د غیر دولتي موسسو د انسجام د چارو رییس او استازو، د اړوندو ادارو استازو او د غیر دولتي موسسو مسولینو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په پام کې ده، چې په دې نږدې ورځو کې هغو موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شي، چې د ارزونې د عالي کمیسیون له لورې یې اسنادونه ارزول شوي او تایید شوي دي.

په دې غونډه کې د یوې بهرنۍ غیر دولتي موسسې سندونه د لازمو اسنادو د نه تکمیل له امله د یاد کمیسیون بلې غونډې ته وځنډول شوه او همداراز د ۷ غیر دولتي موسسو د بیا فعالیدو په اړه تصمیم ونیول شو.

ډاکټر کریمه حامد فاریابي په دې غونډه کې د موسسو د ثبت او راجسټر په برخه کې په روڼتیا او حساب ورکوونې باندې تاکید وکړ. او هغه موسسې، چې د فعالیت جوازونه اخلی، باید د غیردولتي موسسو د انسجام د چارو ریاست ته د خپلو کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړي.

دغه موسسې د روغتیا، ټولنیزو خدماتو، ښوونې او روزنې او د کرنې په سکتورونو کې فعالیتونه کوي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS