حفیظ الله سلطاني، د اقتصاد وزارت د بشري سرچینو رییس په توګه معرفي شو.

habibi_admin
Thu, Jun 24 2021 8:19 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غني د ۲۹/۳/۱۴۰۰ نېټې د (۱۰۰۱) ګڼه حکم پر بنسټ، ښاغلی حفیظ الله سلطاني د رسمي مراسمو ترڅ کې د وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش، د اداري او مالي معینیت سرپرست محمد طاهر روزي، د پروان ولایت پخواني والي انجنیر محمد عاصم عاصم او د اقتصاد وزارت د یو شمېر کارکوونکو په ګډون په رسمي توګه د دې وزارت د بشري سرچینو د رییس په توګه معرفي شو او کار یې پیل کړ.

د تخنیکي او مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش په دې مراسمو کې د بشري سرچینو ریاست د کړنو او سوانحو د ارزونې د امر په توګه د ښاغلي سلطاني د تېرو کړنو په ستایلو سره یې نوموړی یو فعال او پیاوړي کس په توګه یاد کړ او ورته یې د بریاليتوب غوښتنه وکړه.

د پروان ولایت پخواني والي عاصم عاصم هم د بشري سرچینو د رییس په توګه د حفیظ الله سلطاني ونډه د هغه د پخوانیو کړنو په پام سره ګټوړه وبلله.

د اقتصاد وزارت د بشري سرچینو نوي رییس د اقتصاد وزارت له ملاتړ او پاملرنې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې اقتصاد وزارت کې د مسلکي ځواک د جذب، ښوونې او پرمختګ لپاره به هر اړخیزه زیار وباسي او د هېواد پر وړاندې خپله اصلي وجیبه به په رښتینې توګه ادا کړي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS