د اقتصاد وزارت پنځه نوي ګمارل شوي رییسانو معرفي شول او په کارونو یې پیل وکړ

habibi_admin
Mon, Jun 28 2021 8:32 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: ښاغلي محمد یونس سالک د 1100 ګڼې حکم له مخې د اقتصاد وزارت د کرنې او د کلیو پراختیا ریاست د رییس په توګه، محمد نعیم رحماني د 1103 ګڼې حکم له مخې د فاریاب ولایت د اقتصاد د رییس په توګه، عزیز الله شفیق د 1199 ګڼې حکم له مخې د بامیانو ولایت د اقتصاد د رییس په توګه، احسان الله مرادي د 1194 ګڼې حکم له مخې د کندز ولایت د اقتصاد د رییس په توګه او محمد رووف رادمرد د 1036 ګڼې حکم له مخې د سرپل ولایت د اقتصاد د رییس په توګه، چې تازه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون په ازادې سیالۍ کې یادو بستونو ته بریالي شوي و، نن یې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په حضور کې او د یاد وزارت مالي او اداري معینیت سرپرست محمد طاهرې روزي، د اقتصاد وزارت یو شمېر رییسانو او آمرینو په ګډون په یو لړ مراسمو کې معرفي او په کارونو یې پیل وکړ.

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په دې غونډه کې د وزارت نويو ګمارل شويو رییسانو څخه د بریالیتوب هیله وکړه او هغوی ته یې د اداري فساد سره مبارزه، له قومي تعصباتو څخه ډډه، په خپلو ادارو کې ځوانانو ته په ونډه، په خپلو دندو کې اخلاص او ژمنه او د ښایسته سالارۍ په اصل یې ټینګار وکړ.

د اقتصاد وزیرې له نوي ګمارل شویو رییسانو او نورو ولایتي او مرکزي رییسانو څخه غوښتنه وکړه، چې د روڼتیا د تامین او د وخت له ضایع کېدلو څخه د مخنیوي لپاره له MIS سیستم څخه استفاده وکړي.

د مالي او اداري معینیت سرپرست محمد طاهر روزي نويو رییسانو ته د بریالیتوب د هیلې تر څنګ د ګمارنې د پروسې د مصاحبې د کمیټې د یوه غړي په توګه ټینګار وکړ، چې د وزارت نويو ګمارل شويو رییسانو د خپلو ظرفیتونو او تخصص ته په پام سره کولای شي د ولایتونو په کچه له اقتصاد وزارت څخه په ښه ډول استازیتوب وکړي.

د مالي معینیت سرپرست نويو رییسانو ته ډاډ ورکړ، چې د اقتصاد وزارت مشرتابه د خپلو دویمو واحدونو څخه هر وخت ملاتړ کړی او دغه ملاتړ به تر آخره دوام کوي.

د وزارت نويو ګمارل شويو رییسانو ژمنه وکړه، چې په خپل اړوندو دندو کې د روڼتیا اصل ته په پام کوي او د هېواد د نافذه قوانینو سره سم به د اقتصاد وزارت د رهبرۍ سره به په همغږۍ پر مخ ځي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS