اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي برنامه په انلاین ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون په همکارۍ ترسره شوه.

habibi_admin
Tue, Jul 13 2021 8:52 AM
image

اقتصاد وزارت _ افغانستان: د اقتصاد وزارت مرکزي ریاستونو د اطلاع رسونې مرجع لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي پروګرام په انلاین ډول د ویبنار له لارې ترسره شو.

ددې پروګرام موخه د اطلاع رسونې نهادینه کول او د حساب ورکوونې او روڼتیا په پار په ازادانه ډول د اطلاعاتو خپرول و.

د اقتصاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییسه نوریه نزهت د اقتصاد وزیرې له حمایت او ژمنتیا یادونه وکړه او اطلاعاتو د کار پر اهمیت او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون سره سم د اطلاعاتو غوښتونکو لپاره د زیاتو اسانتیاو په برابرولو یې ټینګار وکړ.

اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون تخنیکي مشاور ولي‌الله مصباح په دې ویبنار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق په اړه برخه والو ته پریزنټشن وړاندې کړ. د ویبنار په وروستیو کې د برخوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل او د دوی نظریات او وړاندیزونه یادښت کړل. په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وشو.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS