په فراه ولایت کې د ولایتي پراختیایي کمیټې (PDC) غونډه جوړه شوه.

habibi_admin
Wed, Jul 14 2021 1:43 PM
image

اقتصاد وزارت_افغانستان: په فراه ولایت کې د ولایتي پراختیایي کمیټې( PDC ) غونډه د دې ولایت د والي مسعود بختور په مشرۍ او د ولایتي شورا استازو او د یادې کمیټې د غړو په ګډون د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

د فراه ولایت والي د تېرې ناستې پریکړو ته په کتو د امنیت او حکومتدارۍ په اړه یې خبرې وکړې او د پروژو د پلي کیدو په برخه کې یې د ټولو ادارو د مسوولینو جدي پاملرنه یې وغوښته او د پروژو په دقیقه او دوامداره څارنه یې ټینګار وکړ.

د فراه والي زیاته کړه، چې اړوندې ادارې باید د پروژو د پلي کیدو او نه پلي کیدو او د پروژو د پرمختګ راپورونه دې د ولایت مقام او د اقتصاد له ریاست سره شریک کړي.

په دې غونډه کې د فراه ولایت د اقتصاد رییس د پراختیايي، اقتصادي او ټولنیز پروفایل ترتیب، په پراختیایي پلان کې تعدیل، د PMRS سیستم ، د دولتي ادارو پراختیایي فعالیتونو او د ولایت په کچه د غیر دولتي موسسو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدا راز د پروژو د لا ښه پلي کیدو او د هغوی د ستونزو د حل په موخه د غونډې غړیو نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او لازمې پریکړې وشوې.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS