د ملي عمل په درېیم پروګرام کې د شمولیت په موخه د ټولنې د بېلابېلو پرګڼو د وړاندیز شویو موضوع ګانو راټولولو په موخه

habibi_admin
Sun, Jul 18 2021 10:34 AM
image

د افغانستان پرانیستې دولتدارۍ مشارکت اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېیم پروګرام د تدوین بهیر په نېږدې ورځو کې پیلیږي.

د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت(OGP) د لارښود په بنسټ د دغه سازمان د غړیو هیوادونو د ملي عمل پروګرامونه د مدني ټولنو بنسټونو په مشارکت تدوین او چمتو کیږي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت غړیتوب تر لاسه کولو څخه تر دې دمه؛ خپل د ملي عمل پروګرامونه د یاد لارښود په رڼا کې تدوینوي.

د افغانستان ملي عمل پروګرام په بریا سره پلی شوی او د ملي عمل دویم پروګرام د مدني ټولنو بنسټونو او هیوادوالو په پراخ مشارکت سره تدوین شوی او د تطبیق په وروستیو پړاوونو کې دی. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي عمل دویم پروګرام کې ۱۸ بدلون راوړونکې ژمنې شاملې دي، چې په پلي کیدو سره به یې د عامه خدماتو په برخه کې روڼتیا او حساب ورکوونه زیاته او د ملي پالیسیو په تدوین کې د عامه مشارکت زمینه برابره شي. د بېلګې په ډول یې ((ذیفع مالکیت د ثبت او پلټنې مقررې)) ژمنې څخه چې د حساب ورکوونې، ځواب وینې او د روڼتیا لوړونې په برخه کې تدوین او تصویب شوې، یادونه کوو. په باوري توګه د هغه د سم پلي کیدو سره به له ډول-ډول جرمونو( مالیاتي فرار، د پیسو تطهیر، د ترهګرۍ تمویل او د نشه یي توکو قاچاق) څخه به مخنوی وشي.

دا چې د ملي عمل دویم پروګرام د تطبیق وخت په تمامیدو دی او ډېرې ژمنې یې بشپړې شوې. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په پام کې لري، چې د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېیم پروګرام د تدوین چارې هم پیل کړې، نو له دې کبله له ټولو وزارتونو، خپلواکو ادارو، د مدني ټولنې بنسټونه، رسنیو، ښوونیزو او تحصیلي سکتور او هیوادوالو څخه په درنښت هیله کیږي؛ څو خپلې وړاندیز شوې موضوع ګانې، چې په ( روڼتیا، حساب ورکوونې، د عامه پالیسیو په تدوین او تطبیق بهیر کې د هیوادوالو مشارکت د ښه والي او لوړاوي او د نوې ټیکنالوژۍ څخه استفادې پورې اړونده وي) د ملي عمل درېیم پروګرام کې شمولیت په موخه د ۱۴۰۰ کال د زمري د میاشتې تر ۵ نیټې پورې د لاندې بریښنالیک له لارې له موږ سره شریکې کړي.

info@ogpa.gov.af او Faisal.stanekzai2@gmail.com

د یادونې وړ ده، چې د پرانیستې دولتدارۍسکرتریت د هیواد د ملي عمل پروګرامونو د اسانچارې رول لري او ستاسو وړاندیز شوې موضوګانې به له توحید وروسته اړوندو مراجعو، په تېره د افغانستان پرانیستې دولتدارۍ مشارکت ټولګې عمومي فورم ته وړاندې شي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS