د سیمه ییزې پلان ایښودنې شورا ECO منځ مهاله ناسته په آنلاین توګه ترسره شوه.

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د سیمه ییزې پلان ایښودنې شورا ECO منځ مهاله ناسته د دې سازمان د دورهاي سکرتر جنرال ښاغلي هادي سلیمان پور او د غړي هېوادونو استازو په ګډون سره په آنلاین توګه ترسره شوه.
په دې ناسته د تېرو غونډو د پرېکړو د پرمختګ په اړه په خاصه توګه د ایکو سازمان د ۳۱مې ناستې پرېکړو په اړه، د منځ سازمانی همکاریو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا پر شننې او څیړنې، پانګونې، انرژي، چاپېریال، کرنې او صنعت، بې وزلۍ او مهاجرت پر مواردو بحث وشو.
په دې ناسته کې د افغانستان په استازیتوب، د اقتصاد وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست سرپرست ښاغلي سید فیروز احمدي په غیر حضوري ډول ګډون وکړ.
همدارنګه په دې ناسته کې، د دې سیمه ییز سازمان پر وړاندې د شته بشري سرچینو، اړېکو، تلپاتې پراختیا او د پیاوړتیا او ضعف ټکو، فرصتونو او ننګونو په موضوعاتو باندې شننه ترسره شوه.
په دې ناسته کې ګډونوالو د کرونا ناروغۍ بحران، تروریزم او د مخدره توکو د قاچاق وده او پرمختګ په دې لاره کې د عمده خنډونو په توګه یاد کړل او د دې ننګونو د لرې کولو لپاره یې د ګډو همکاریو او کلکې مبارزې غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د ایکو سیمه ییزې پلان ایښودنې سازمان په ۳۱ ناسته کې، ځینې وړاندیزونه د دې سازمان غړو ته وړاندې کړی و، چې دمګړۍ د دې وړاندیزونو زیاتره برخه یې تایید شوې دي او د اجرایي کېدو په حال کې دي.