په کندهار کي د سړو خونو د مالکيت په اړه تصميم نيولو او د رياستونو د کړنو د ارزولو په موخه; د سړو خونو د احیا او فعالولو عالي کمېټه د لاندې څانګو د استازو په حضور کې:

press
Thu, Feb 23 2023 9:48 AM
په کندهار کي د سړو خونو د مالکيت په اړه تصميم نيولو او د رياستونو د کړنو د ارزولو په موخه; د سړو خونو د احیا او فعالولو عالي کمېټه د لاندې څانګو د استازو په حضور کې:

نن سه شنبه د 2/12/1401/ د 30/7/1444/ هجري قمري سره سمون خوري په کندهار کي د سړو خونو د مالکيت په اړه تصميم نيولو او د رياستونو د کړنو د ارزولو په موخه; د سړو خونو د احیا او فعالولو عالي کمېټه د لاندې څانګو د استازو په حضور کې: د مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو محترمو استازو، د سوداګرۍ خونې د رئیسانو او د اقتصاد وزارت د سرپرست الحاج قاري دین محمد "حنیف" په مشرۍ د پانګونې غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د غیر فعالو سړو خونو د فعالولو په اړه د تخنیکي کمېټې د غونډو د راپور وړاندې کولو، په کندهار ولایت کې د سړو خونو د مالکیت په اړه بحث او تصمیمونه ونیول شول، چې د کمېټې له پرېکړو سره سم د سړو خونو د تطبیق او فعالولو چارې ګړندۍ شي. د حکومت لخوا د اسانتیاوو برابرول او یا خصوصي سکتور ته د داوطلبۍ اعلان، د سړو خونو د انرژۍ رسولو، د اړوندو څانګو لخوا د ارزونې مدیریت او کنټرول او په پای کې پریکړه وشوه:
1-    د سړو خونو د کمیټې محترمو غړو د اسنادو او حقوقي سوابقو له څیړلو وروسته د مالیې وزارت د کندهار د سړو خونو مالک او چلوونکی وګاڼه او د مالیې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته یې دنده وسپارله تر څو په راتلونکې غونډه کې تفاهم ته ورسېږي او د عالي کمېټې سکرتریت ته راپور ورکړي.
2-    ټول هغه وزارتونه چې په مصوبه کې شامل دي مکلف دي چې د یوې کاري اونۍ په اوږدو کې د اړوندو  سړو خونو د فعالولو او ساتنې د مسوولیت په اړه د راپور وروستۍ پریکړه په رسمي توګه د عالي کمیټې سکرتریت ته وسپاري، تر څو عملي اقدامات وشي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS