د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزیر پرون مازدیګر د افغانستان او پاکستان د ځوانانو د ۲۰۲۰ په ګډ انجمن کې ګډون او وینا وکړه.

hurmat
Sun, Jan 26 2020 5:07 PM
image

د اقتصاد وزیر په دغه ناسته کې چې د افغانستان او پاکستان د ځوانانو لخوا د ښه راتلونکي لپاره د بهرنیو اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه، وویل: په نړۍ کې راتلونکې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې ځوانان د خپلو بالقوه وړتیاوو په وسیله ټاکي. نوموړي په دوو ګاونډیو هېوادونو کې د جګړې او سولې حاکم وضعیت ته په اشاره له ځوانانو څخه د راتلونکو رهبرانو په توګه وغوښتل چې له یو بل سره د سوله ییز ژوند او په سیمه کې له اوسنیو ستونزو څخه د تېرېدو لپاره یو موټي واوسي او د علم د زده کړې او تجربو شریکولو په وسیله روښانه راتلونکي ته د رسېدو لپاره مبارزه وکړي. د اقتصاد وزیر زیاته کړه، حکومتونه ځي او راځي؛ خو ملتونه کولای شي خپل راتلونکي ښه کړي. افغانستان او پاکستان د خپلو فرهنګي او تاریخي ورته والو تر څنګ خورا زیاته ځوانه انرژي لري او که دغه انرژي د جوړونې او همپالنې په برخه کې د ګډو ستونزو د له منځه وړلو لپاره بسیجه شي، له شک پرته وروستي نسلونه به روښانه راتلونکی ولري.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS