د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزیر پرون مازدیګر د افغانستان او پاکستان د ځوانانو د ۲۰۲۰ په ګډ انجمن کې ګډون او وینا وکړه.

hurmat
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۷:۷
image

د اقتصاد وزیر په دغه ناسته کې چې د افغانستان او پاکستان د ځوانانو لخوا د ښه راتلونکي لپاره د بهرنیو اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه، وویل: په نړۍ کې راتلونکې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې ځوانان د خپلو بالقوه وړتیاوو په وسیله ټاکي. نوموړي په دوو ګاونډیو هېوادونو کې د جګړې او سولې حاکم وضعیت ته په اشاره له ځوانانو څخه د راتلونکو رهبرانو په توګه وغوښتل چې له یو بل سره د سوله ییز ژوند او په سیمه کې له اوسنیو ستونزو څخه د تېرېدو لپاره یو موټي واوسي او د علم د زده کړې او تجربو شریکولو په وسیله روښانه راتلونکي ته د رسېدو لپاره مبارزه وکړي. د اقتصاد وزیر زیاته کړه، حکومتونه ځي او راځي؛ خو ملتونه کولای شي خپل راتلونکي ښه کړي. افغانستان او پاکستان د خپلو فرهنګي او تاریخي ورته والو تر څنګ خورا زیاته ځوانه انرژي لري او که دغه انرژي د جوړونې او همپالنې په برخه کې د ګډو ستونزو د له منځه وړلو لپاره بسیجه شي، له شک پرته وروستي نسلونه به روښانه راتلونکی ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۳:۵۴
Background image

الحاج قاری دین محمد حنیف سرپرست وزارت اقتصاد امارت اسلامی افغانستان، با تاکایوشی کورومایا سفیر جاپان در کابل، دیدار کرد.

در این ملاقات، سرپرست وزارت اقتصاد، با سفیر جاپان در کابل، پیرامون بهبود همکاری های اقتصادی و تداوم کمک های بشری و انکشافی بحث نمودند

سفیر جاپان در کابل، از مبارزه امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۳:۵۷
Background image

لغمان بادپښ والسوالۍ کې د ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د (RRDPO) موسسې په تخنیکي همکارۍ او د (WFP) په مالي ملاتړ د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ کې ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي  توکو مرسته ترسره شوه.
دغه مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلوګرامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۳:۲۳
Background image

سرپرست وزارت اقتصاد محترم الحاج قاری دین محمد حنیف طی ملاقات شان با خانم ویرونیکا (Veronika boschovic Pohar) نماینده اتحادیه اروپا برای افغانستان روی تداوم کمک های بشری و انکشافی بحث نمودند

سرپرست وزارت اقتصاد محترم الحاج قاری دین محمد حنیف طی ملاقات شان با خانم ویرونیکا (Veronika boschovic Pohar) نماینده اتحادیه اروپا برای افغانستان روی تداوم کمک های بشری و انکشافی بحث. . .

BACK TO NEWS