د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور پرون د آسیایي پراختایي بانک له نوی مشر ښاغلې نریندرا سنګرو سره په خپل دفتر کې وکتل.

hurmat
Wed, Feb 05 2020 11:31 AM
image

په سر کې ښاغلې مستور د هېواد د اوسني اقتصادي حالاتو په اړه خبرې وکړې او وویل: د اقتصاد وزارت د اقتصادي ودې ، د بی وزلۍ او بی روزګارۍ په کمولو او د اقتصادي سکتورونو تر منځ د همغږۍ په پیاوري کولو کار کوي.
هغه زیاته کړه چې د دوامداره ودې او د مطلوب اقتصادي وضعیت لاسته راوړل د دقیق او مستند احصاییو او پیاوړي پلان جوړونې ته اړتیا لري؛ او هم د دوامداره پرمختایي موخو په ارزښت او د هغې په پلي کیدو خبرې وکړې او په دې برخه کې د آسیایي بانک څخه د لا نور همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته له هغې د افغانستان لپاره د آسیایي پراختیایي بانک رئیس د شته پلانونو،طرحو او پروژو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې، د آسیایي پراختیایي بانک د پخوا په شان د افغانستان لپاره بنسټیزې برنامې او پروګرامونه په پام کې لري.
او همدا راز ښاغلې رئیس د اقتصاد وزارت سره د خپلې تخنیکی مرستې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکې کې به له افغانستان څخه د دې بانک یو کاري اقتصادي ټیم لیدنه کوي چې نوموړي ټیم اقتصاد وزارت سره په تولید ولاړ اقتصادی پلانونه،تحلیلونه او په دې برخه کې د مطالعاتو په ترسره کولو کې همغږي او مرسته کوي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS