په افغانستان کې د برښنایي سوداګرۍ د وضعیت په پار څیړنیز کنفرانس دایر شو

hurmat
Thu, Jan 28 2021 9:51 AM
image

۱۳۹۹/ سلواغه /۹

په افغانستان کې د برښنایي سوداکرۍ د وضعیت په اړه څیړنیز کنفرانس د هیواد د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ وزیرانو او زیات شمیر پالیسۍ جوړونکو، څیړونکو، د کاري بنسټونو غړو او د اقتصاد او سوداګرۍ فعالینو په حضور کې د البیروني څیړنیز انسټیټیوت له لورې، چې موخه یې د برښنایي سوداګرۍ پیاوړتیا، فرصتونه او د سکتوري وزارتونو او خصوصي سکتورونو د بنسټونو په مسولیتونو باندې و، نن په کابل کې دایر شو.

په پیل کې د نوموړي انسټیټیوت اجراییوي رییس نذیر کبیري د اوسپنې د پټلۍ له لارې د سیمه ییز اتصال په موخه د برښنایي سوداګرۍ پیاوړتیا ته د لازمې زمینې د برابرښت یاده وکړه.

ورپسې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي ددغه کنفرانس د جوړونکو څخه مننه وکړه. او زیاته یې کړه، چې برښنایي سوداګري د اوسني عصر یوه اړینه اړتیا ده. او د افغانستان حکومت د خصوصي سکتورونو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه اوچت کړي دي. او موږ به د هغو بنسټونو څخه زیات ملاتړ وکړو، چې په هیواد کې د اقتصادي پیاوړتیا باعث ګرځي.

نوموړې زیاته کړه: چې تیره ورځ مو د هیواد د سکتوري وزیرانو سره د دولتي ځمکو د ویش په میکانیزم غونډه درلوده، تر څو خصوصي سکتورونه او متشبثین وکولای شي، چې په هیواد کې د پانګې اچونې لپاره فرصتونه برابر کړي او بهرني او کورني پانګوالو لپاره د ښې پانګونې زمینه چمتو شي.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني وویل، چې په افغانستان کې برښنایي سیستم پیل شوی او د افغانستان دولت په دې برخه کې اهم قدمونه اخیستي دي. او د صنعت او تجارت وزارت د جوازونو اخیستل برښنایي کړي او برښنایي سوداګرۍ عملًا پیل شوې ده.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS