د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د اقوامو په چارو کې د ولسمشر له سلاکار ښاغلي محمد اسحاق بهمن او د ترکمن قوم له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

hurmat
Thu, Jan 28 2021 9:59 AM
image

ښاغلي بهمن د افغانستان ټولنیز او اقتصادي وضعیت په تړاو د هېواد په اقتصادي وده کې د قومونو ونډه مهمه او د پام وړ وګڼله. او د یوې ټولنې سوکالي او اقتصادي وده، هغه وخت شونې ده چې د هم هغې ټولنې ټولو قومونو پکې برخه واخلي.

وروسته ډاکتر کریمه حامد فاریابي د ټولنې په مادي او معنوي جوړښت کې د ښاریانو د بې دریغو هڅو د یادولو تر څنګ، ټول يې د هېواد د مادي او معنوي ارزښتونو او ویاړونو ونډه لرونکي وګڼل. اغلې وزیرې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند په یادولو سره چې تر ۲۰۲۵ زېږدیز کاله پورې د افغانستان د پراختیا څرګندوی دی، د قومونو، اقلیتونو او د ښځو ونډه په دغه سند کې اړینه وبلله او دغو مواردو ته په پاملرنه په هېواد کې د دولت جوړونې، سولې او بازار جوړونې ته د رسېدو مخکنی شرط وګاڼه. نوموړې! په هېواد کې ټولو مېشتو وګړو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند یا 2 ANPDF تر شا خپل تاریخي رسالت ادا کړي، تر څو ټول له یو بل سره د جمهوري نظام په پیاوړتیا او د ټولنې د سوکالۍ او ځان بسیاینې ته په رسېدلو کې ونډه واخلي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS