د اقتصاد وزارت ځانګری بیرغ معرفي شو

habibi_admin
Mon, Feb 01 2021 8:51 AM
image

د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې د میاشتې دیارلسمه نېټه, کابل

د اقتصاد وزارت ځانګری بیرغ چې په دې وروستیو کې د نورو اداراتو تر منځ د دغه وزارت د اصلي دريځ د بنسټیز د تشخیص په موخه چمتو او برابر شو دی، د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي لخوا معرفي شو.

په پیل کې د اقتصاد وزیرې د وزارت د بیرغ پر اړتیاوو او ځانګړنو خبرې وکړې او هغه یې په غونډو او محافلو کې د وزارت د تشخیص نښه وګڼله.

ډاکتر فاریابي وویل: د وزارت په وياړلي بیرغ کې د افغانستان د ځانګړي تولید په توګه د زعفرانو د رنګ منعکس کېدل پر وطني محصولاتو باندې له پانګونې څخه زموږ ملاتړ او د هېواد د تولیداتو لپاره بازار رامنځته کول دي.

هغې همداراز زیاته کړه: د اقتصاد وزارت د یوه دولتي ارګان په توګه د ۱۳۹۵ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۷ نېټه په رسمي جریده کې د "بیرغ کارونې، ملي نښې او ملي سرود د ډول" د خپاره شوي قانون د ۲۵ مادې د صراحت له مخې د اقتصاد وزارت کولای شي چې خپله ځانګړې نښه او بیرغ ولري, چې د قانون د اصولو مطابق کار ترې واخلي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS