افغانستان کولای شي د روغتیایي صنایعو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي

habibi_admin
Mon, Feb 08 2021 8:31 AM
image

۱۳۹۹/ سلواغه / ۲۰

نن له غرمې وروسته د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د لوکر ببي عمومي رییس نظیر احمد نور او د افغانستان د روغتیایي صنایعو د سکتور اجراییوي رییس احمد فیاض زماني سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د کورنیو تولیداتو د لوړولو په موخه په بېلابېلو طرحو باندې خبرې وشوې.

د هېواد د اقتصاد وزیرې په لوړ کیفیت سره د روغتیایي صنایعو د تولید د کچې لوړول د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره اړین وبلل او زیاته یې کړه: مونږ په دې هڅه کې یو، چې پر ځان بسیا افغانستان ولرو او ددې لپاره کار کوو. نو په دې لحاظ د هیواد د بسیاینې لپاره د هر اړخیزو طرحو ملاتړ او ستاینه کوو.

همداراز نظیر احمد نور وویل، چې د خامو موادو د مالیاتي کچې د لوړوالو له امله ځینې سیال شرکتونه د ناسالمې سیالۍ په درلودو سره، بې کیفایته او تقلبي توکي واردوي او غوښتنه یې وکړه، چې د اقتصاد وزارت دې په دې برخه کې زیاته همکاري او پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په هیواد کې اته شرکتونه د ماسکونو د تولید او مېرمنو او ماشومانو ته د روغتیایي توکو د تولید په برخه کې فعالیت کوي، چې کابو د مارکیټ ټولې غوښتنې ته ځواب ورکولای شي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS