د افغانستان د بنسټونو د روڼتیا نوښت درېیم راپور نن خپور شو.

habibi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۸:۴۷
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د افغانستان د بنسټونو د روڼتیا نوښت درېیم راپور د حکومت لوړپورو مسؤلینو، د مدني ټولنې نهادونو، رسنیو او ښاریانو په ګډون د حکومت د رسنیو په مرکز کې وړاندې شو.

د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د درېیم ډاډورکونې راپور پیل کې د یوه میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت د ۲۲۹ بنسټیزو پروژو کې د فعاله راپور ورکونې وضعیت ارزوي او له دغو څخه د (د ځمکو او ښار جوړونې وزارت، د کلیو د بیارغونې وزارت، د برېښنا شرکت او د عامه روغتیا وزارت) ادراتو څخه د ۲۰ پروژو د لا نورې څیړنې لپاره غوره او د هغوی د تدارکاتو په پروسه کې او د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په مدیریت کې تحلیلي ارزونه تر سره شوې ده.

د راپور لاسته راوړنه دا ښیي چې د اطلاعاتو د خپرولو فعاله کچه ۳۲ سلنه ده چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په پرتله ۳،۸ سلنه ټیټوالی ښیي.

دې ته په پام چې د ټولو خپاره شویو پروژو اطلاعات په فعاله توګه د افغانستان د تدارکاتو د الکترونیکي او خلاصه سیستم کې چې د ټولو تړونلیکونو خپرولو ته خپل ځانګړی او محدود جوړښت لري، د تدارکاتي نهادونو اکثریته کچه د اطلاعاتو خپرولو ته یو شانته دي خو بیا هم ځیني تدارکاتي نهادونه د اطلاعاتو خپرولو کې یو څه مخکې دي او د کاست د خپاره شویو معیارونو سره سم ډېر اطلاعات خپاره کړې دي، چې کولای شو د بېلګې په ډول د پلازمینې زون څخه یادونه وکړو.

دا په داسې حال کې ده چې د پروژو ټول خپاره شوي اطلاعات د قرار داد په بڼه دي او د پروژې د اطلاعاتو کچه د یاد نوښت معیارونو سره سم نه دي خپاره شوي.

د اطلاعاتو د غوښتنې او وړاندې کولو په برخه کې چې پنځه نهادونه څیړل شوي دي، د برښنا شرکت د ۸۸% اطلاعاتو په خپرولو کې د غوښتنې سره سم د اطلاعاتو د غوښتنې لوړه کچه درلودلې ده.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت، د کابل ښاروالي او د ځمکو او ښارجوړونې وزارت په ترتیب سره د ۸۵%، ۸۴% او ۷۴% سلنه اطلاعاتو په خپرولو سره د دویم، دریم او څلورم دریځونو کې راځي.

له بله پلوه، دا راپور د کووید۱۹ پورې اړوند څلورو پروژو کې څیړنه کړې ده چې په اړه یې د عامه روغتیا وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد له خوا هیڅ اطلاعات یاد ټیم سره شریک شوي نه دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي وایي : "که څه هم د زیربنایي پروژو په اړه د اطلاعاتو د خپرولو لپاره وضعیت ښه شوی او موږ د پروژو په ځانګړي ډول د زیربنایي پروژو او قراردادونو په اړه د اطلاعاتو د خپرولو لپاره د ملي تدارکاتو ملي سیستم لرو، نو لازمه ده چې د اطلاعاتو خپرولو ته وده ورکړل شي. د اطلاعاتو د کم خپراوي ستونزه حل شي. د فعالو اطلاعاتو د خپرولو د ټیټې کچې لپاره وړاندیز کوو، چې د تدارکاتي بنسټونه په دې برخه کې ظرفیت لوړ کړي."

د اقتصاد وزیرې ټینګار وکړ چې: د اقتصاد وزارت د مالیې وزارت، د ولسمشرۍ چارو ادارې، د ملي تدارکاتو ادارې او نورې اړوندو ادارو په همکارۍ به کار وکړي. تر څو د زیربنایي پروژو اطلاعات (OC4IDS) خپرولو لپاره د خلاص تړون د معیار سره سم د پروژې او قرارداد مفاهیم تعریف کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بنسټونو د روڼتیا نوښت د ملي دارلانشاء رییس صبغت الله کریمي، په دې غونډه کې وویل: "له دې سره چې د بنسټونو پروژو د اطلاعاتو په خپرولو کې د پام وړ پرمختګونه لاسته راغلې دي خو بیا هم د ساختمانې/بنسټیزې پروژو د تحویل په پروسه کې په ځانګړې ډول سره د پروژه جوړونې او تدارکاتو په پروسه کې لازیاتي پاملرنې ته اړتیا دي."

همدارنګه، په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ادارې رییس، د افغانستان د رغنیزو شرکتونو د اتحادیې استازی، د افغانستان د روڼتیا لرلید استازی، د افغانستان د انجینیرانو د ټولنې استازی او د نړیوال بنسټیزو د روڼتیا نوښت اجرایوي رییس هم خبرې وکړې او د افغانستان د بنسټونو د روڼتیا نوښت د ډاډ ورکونې دریم راپور د موندنو په تعقیب یې ټینګار وکړ.

د زیربنایي سکتور لپاره د ظرفیت جوړونې او د خصوصي سکتور ملاتړ بله مسله وه، چې په دې راپور کې په ګوته شوې ده او وړاندیز شوی، چې د افغانستان د رغنیزو شرکتونو اتحادیه او د افغانستان د انجینرانو ټولنه رغنیزو شرکتونو لپاره منظم نوښتونه وکړي څو د تدارکاتو ظرفیت، د دوی مدیریتي پوهه او مهاروتونه وده وکړي.

د مدني ټولنو ته هم سپارښتنه شوې ده، چې د خپلو ټولنیزو غبرګونونو منظم پروګرامونه پلي کړي. دا کار به د اوسیدونکو لپاره د اطلاعاتو کارول یقیني کړي او د اطلاعاتو غوښتنه به کال په کال ډېره شي.

د افغانستان د روڼتیا نوښت تر دې د مخه دوه د ډاډ ورکوونې راپورونه خپاره کړي، چې په ځواب کې یې دولتي ادارو د زیربنایي سکتور د ودې لپاره ګامونه اخیستي دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS