د اقتصاد وزیرې د کرکټ بورډ له اجراییوي رییس سره وکتل

habibi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۸:۳۷
image

افغانستان - د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د افغانستان د کرکټ بورډ له اجراییوي رییس حامد شینواري او ورسره مل همکارانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان په کرکټ بورډ کې تر کار لاندې او یا بشپړو شویو د پروژو په اړه، د تر کار لاندې پروژو د لویو ستونزو او په ولایاتو کې د کرکټ د میدانونو په جوړولو بحث وشو.

شاغلي شینواري د اقتصاد وزیرې څخه وغوښتل چې د شته فرصتونو په موندنو له هغوی څخه د کابل ښار د کرکټ د نړیوال سټیډیوم جوړولو لپاره د پراختیایي پروژو او د تمویلوونکو د مرستو په راجلبولو کې له هغوی سره همکاري وکړي.

د اقتصاد وزیرې، د دې په یادولو سره چې موږ ټول د یو سوکاله افغانستان په هکله فکر کوو، وویل: وزارت د صلاحیتونو په حدودو کې د شته ستونزو د حل لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS