د اقتصاد وزیرې نن د CSTD په ناسته کې په آنلاین توګه ګډون وکړ

habibi_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۸:۳۴
image

افغانستان - د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي، د ساینس، ټکنالوژۍ او ودې کمیسیون د نړیوال سازمان په ۲۴ ناسته کې په آنلاین توګه ګډون وکړ.

د اقتصاد وزیرې د یادو کنفرانسونو د جوړولو په ستاینې سره د ودې او پراختیا، پوهاوي، اقتصادي ودې او سوداګرۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ونډه اړینه وبلله.

ډاکتر فاریابي په افغانستان کې د شته حالاتو، د جګرې وضعیت او د کرونا ناروغۍ ته په پام سره د نړیوال سازمان له غړیو هېوادونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د معلوماتي ټکنالوژۍ د استفادې په ډګر کې مرسته وکړي.

د اقتصاد وزیرې د افغانستان د ښو حالاتو او راتلونکي لپاره هیله څرګنده کړه او د هېواد اقتصادي وده یې د امنیتي حالاتو او په هغه پورې د اړوندو ابعادو سره او د پوهاوي له ودې سره په تړاو او له ټکنالوژۍ څخه د موثرې استفادې له لارې وګڼله.

په دې ناسته کې، ویاندویانو د ثبات او ودې په برخه کې د ساینس او معلوماتي ټکنالوژی په موثره ونډه باندې ټینګار وکړ.

معلوماتي ټکنالوژي چې بنسټیزه برخه یې د انټرنیټي شبکو شتون دی، په نړۍ کې د اقتصادي ودې، کارموندنې، د بشري سرچینو د ظرفیت جوړولو، د سوداګرۍ پروسې په ګرندۍ کولو او د دولتونو په برېښنایي حکومتولۍ کې مرسته کولای شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په ولایتي پراختیايي ناسته کې د (۱۴۰۱) کال پراختیايي پلان نهايي شو.

ولایتي پراختیايي ناسته چې د ولایت د محترم مرستیال والي ښاغلي عبدالولي سهي په مشرۍ د دوهمي واحدونو او مؤسساتو د مسؤلینو په ګډون سره ولایت مقام د ناستو په تالار کې تر سره شو، په لړ کې یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۳۴
Background image

په بادغیس کې د پراختیایي‌کمیټې غونډه جوړه شوه

افغانستان- اقتصاد وزارت: په بادغیس ولایت کې د پراختیایي‌کمیټې غونډه (PDC) د مقام د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې زرغونې‌ شیرزاد په مشرۍ او د اقتصاد ریاست په سکرتریت او د دولتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۳۰
Background image

په دایکندي کې د پراختیایي ‌کمیټې/ PDC غونډه جوړه شوه

افغانستان- اقتصاد وزارت: په دایکندي ولایت کې د پراختیایي ‌کمیټې / PDCغونډه د ولایت والي رشیدي شهیدي په مشرۍ او د مقام د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیال د ولایتي شورا استازو او د سکتوري. . .

BACK TO NEWS