د اقتصاد وزیرې نن د CSTD په ناسته کې په آنلاین توګه ګډون وکړ

افغانستان - د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي، د ساینس، ټکنالوژۍ او ودې کمیسیون د نړیوال سازمان په ۲۴ ناسته کې په آنلاین توګه ګډون وکړ.
د اقتصاد وزیرې د یادو کنفرانسونو د جوړولو په ستاینې سره د ودې او پراختیا، پوهاوي، اقتصادي ودې او سوداګرۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ونډه اړینه وبلله.
ډاکتر فاریابي په افغانستان کې د شته حالاتو، د جګرې وضعیت او د کرونا ناروغۍ ته په پام سره د نړیوال سازمان له غړیو هېوادونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د معلوماتي ټکنالوژۍ د استفادې په ډګر کې مرسته وکړي.
د اقتصاد وزیرې د افغانستان د ښو حالاتو او راتلونکي لپاره هیله څرګنده کړه او د هېواد اقتصادي وده یې د امنیتي حالاتو او په هغه پورې د اړوندو ابعادو سره او د پوهاوي له ودې سره په تړاو او له ټکنالوژۍ څخه د موثرې استفادې له لارې وګڼله.
په دې ناسته کې، ویاندویانو د ثبات او ودې په برخه کې د ساینس او معلوماتي ټکنالوژی په موثره ونډه باندې ټینګار وکړ.
معلوماتي ټکنالوژي چې بنسټیزه برخه یې د انټرنیټي شبکو شتون دی، په نړۍ کې د اقتصادي ودې، کارموندنې، د بشري سرچینو د ظرفیت جوړولو، د سوداګرۍ پروسې په ګرندۍ کولو او د دولتونو په برېښنایي حکومتولۍ کې مرسته کولای شي.