د هیواد د ۱۶ سترو ملي پروژو په پلي کولو کې د روڼتیا او ځواب وېینې په تړاو د زېربنا تخصصي بحث ترسره شو
هیواد د ملي زېربنایي پروژو د روڼتیا او ځواب وېینې راپور د موندنو په تړاو د بحث او نظرونو شریکولو په موخه د زېربنا تخصصي بحث د ۱۳۹۹ کال لړم میاشتې په ۲۰ مه نيټه ترسره شو.
د دې راپور د موندنو له مخې چې د افغانستان د زیربنا روڼتیا نوښت له لوري چمتو شوی، د افغانستان دولت د زېربنا ملي پلان چی د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ ۲۰۱۷-۲۰۲۱ پربنسټ ترتیب شوی دی، په شپږو سکټورونو کی د ۶ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۶ سترو ملي پروژو پلي کولو ته اشاره شوې ده. د دې راپور موندنې ښیي چې دولت د ۱۶ سترو ملي پروژو په پلي کولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی او د دې ترڅنګ یې خلکو ته د دې پروژو د اطلاعاتو خپرولو په برخه کې هم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.
د اقتصاد وزارت سرپرستې او د دې نوښت د ښکیلو بنسټونو د ډلې رئیسې جلالتماب ډاکټرې کریمې حامد فاریابۍ وویل: څنګه چې تاسو پوهيږئ، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي چوکاټ ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ د تدوین په موخه د جینوا ناسته ترسره شي. په همدې تړاو د افغانستان د زیربنا روڼتیا نوښت په هغو ۱۶ سترو ملي پروژو کی د روڼتیا او ځواب وېینې په هکله راپور لیکلی چی ورته د سولې او پراختیا په لومړي ملي چوکاټ (د زیربنا ملی پلان) کې لمړیتوب ورکړل شوی وو. دغه راپور د زېربنایي پروژو د ښه والي لپاره ځانګړي موندنې لري. که څه هم د افغانستان د زېربنا سکټور له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا د پام وړ پرمختګ کړي دي، خو پرمختګونه هغه مهال اغيزمن تماميدی شي، چې دولت وکولی شي د زېربنایي پروژو په پلي کولو کې د روڼتیا او ځواب وېینې لپاره بنسټیزې کړنلارې پلي کړي. د اطلاعاتو خپرول د دې راپور یوه برخه ګڼل کيږي. له موندنو داسي څرګندېږي، چې د ۱۶ ملي پروژو له ډلې یوازي د ۶ پروژو اطلاعات د ملي تدارکاتو (AGEOPS) په سیستم کې خپاره شوي دي او د ۱۰ نورو پروژو اطلاعاتو خلکو ته په فعالانه ډول نه دي وړاندی شوی. “
افغانستان د روڼتیا څار رئیس ښاغلي سیداکرام افضلي وویل: ” د اطلاعاتو د خپرلو په برخه کی یوله ستونزو، د قرارداد په کچه او د پروژو په کچه د اطلاعاتو ترمنیځ د اړیکی او پیوستون نشتوالی ده. د بيلګې په توګه، د AGEOPS په سیسټم کې د هرات – تورغونډۍ اورپټلیو د نوم لټولو پر مهال، په بيلابيلو نومونو ۹ قراردادونه را څرګندېږي. هغه اطلاعات چې له دې پروژو څخه د قرارداد په بڼه د AGEOPS په سیسټم کې خپاره شوي دي، د جلا کودونو لرونکي دي چې د قراردادونو او اصلي پروژې سره هیڅ منطقي تسلسل نه ښیی. دې ته ورته په نورو پروژو کې هم د قرارداد او پروژو په کچه منطقي اړیکه شتون نه لري. دا کار ددی لامل شوی چی د اطلاعاتو څخه ګټه اخیستنه یی ستونزمنه کړي او د اطلاعاتو ګټه اخیستونکو ته په ځانګری ډول مدنی ټولنی ته ستونزی رامینځ ته کړي دی. له همدې کبله د ملي تدارکاتو اوسني سیستم تر سیوری لاندي د اطلاعاتو خپرولو لپاره د OC4IDS اطلاعاتو خپرولو سټنډرډ له معیارونو سره برابر یو ځانګړی سیستم رامنځته کول ددی ستونزي په هواري کې مرسته وکړي.”
د افغانستان بنسټیزې روڼتیا د دارالانشاء رئیس ښاغلي صبغت الله کریمي وویل: ” د زېربنایي پروژو د اطلاعاتو خپرولو ترڅنګ، د پلي کولو مسئله هم اړینه ده. د دې څيړنی موندنې ښیي چې تر اوسه پوري د ۲۰۱۷-۲۰۲۱ د زېربنا ملي پلان په پلان شویو پروژو کې یوه یې هم نه ده بشپړه شوي. د دې ۱۶ پروژو له ډلې، د ۵ پروژو ( د ټاپ ۵۰۰ پروژه، د کابل او کونړ پر سندونو باندي د اوبو برېښنا لپاره پانګونه، په کابل کې د لمریزې برېښنا لپاره د ۱۰ میګاواټه نوې کيدونکي انرژۍ امکان سنجونه، د هرات – تورغونډۍ او د اندخوی، شبرغان، مزارشریف – کندوز د اور پټلیو) قراردادونه تر اوسه نه دي لاسلیک شوي، ۸ پروژې تر کار لاندي دي او د ۳ نورو پروژو لکه د ټاپي پروژي اطلاعات لا څرګند نه دي. هغه وویل: “فساد او په زیربنا سکتور کی د اصلاحاتو غیرموثریت او ددي بنسټ او یا نورو بنسټونو څیړنیزو راپورونه ته د حکومتی بنسټونو تمکین نه کول ددی لامل شوی چی مونږ د زیربنایی پروژو په پلی کولو کی د پام وړ پرمختګ ونلرو.”