د هیواد د ۱۶ سترو ملي پروژو په پلي کولو کې د روڼتیا او ځواب وېینې په تړاو د زېربنا تخصصي بحث ترسره شو

sediqi
Tue, Nov 10 2020 6:25 PM
د هیواد د ۱۶ سترو ملي پروژو په پلي کولو کې د روڼتیا او ځواب وېینې په تړاو د زېربنا تخصصي بحث ترسره شو

هیواد د ملي زېربنایي پروژو د روڼتیا او ځواب وېینې راپور د موندنو په تړاو د بحث او نظرونو شریکولو په موخه د زېربنا تخصصي بحث د ۱۳۹۹ کال لړم میاشتې په ۲۰ مه نيټه ترسره شو.

د دې راپور د موندنو له مخې چې د افغانستان د زیربنا روڼتیا نوښت له لوري چمتو شوی، د افغانستان دولت د زېربنا ملي پلان چی د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ ۲۰۱۷-۲۰۲۱ پربنسټ ترتیب شوی دی، په شپږو سکټورونو کی د ۶ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۶ سترو ملي پروژو پلي کولو ته اشاره شوې ده. د دې راپور موندنې ښیي چې دولت د ۱۶ سترو ملي پروژو په پلي کولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی او د دې ترڅنګ یې خلکو ته د دې پروژو د اطلاعاتو خپرولو په برخه کې هم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

د اقتصاد وزارت سرپرستې او د دې نوښت د ښکیلو بنسټونو د ډلې رئیسې جلالتماب ډاکټرې کریمې حامد فاریابۍ وویل: څنګه چې تاسو پوهيږئ، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي چوکاټ ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ د تدوین په موخه د جینوا ناسته ترسره شي. په همدې تړاو د افغانستان د زیربنا روڼتیا نوښت په هغو ۱۶ سترو ملي پروژو کی د روڼتیا او ځواب وېینې په هکله راپور لیکلی چی ورته د سولې او پراختیا په لومړي ملي چوکاټ (د زیربنا ملی پلان) کې لمړیتوب ورکړل شوی وو.  دغه راپور د زېربنایي پروژو د ښه والي لپاره ځانګړي موندنې لري. که څه هم د افغانستان د زېربنا سکټور له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا د پام وړ پرمختګ کړي دي، خو پرمختګونه هغه مهال اغيزمن تماميدی شي، چې دولت وکولی شي د زېربنایي پروژو په پلي کولو کې د روڼتیا او ځواب وېینې لپاره بنسټیزې کړنلارې پلي کړي. د اطلاعاتو خپرول د دې راپور یوه برخه ګڼل کيږي. له موندنو داسي څرګندېږي، چې د ۱۶ ملي پروژو له ډلې یوازي د ۶ پروژو اطلاعات د ملي تدارکاتو (AGEOPS) په سیستم کې خپاره شوي دي او د ۱۰ نورو پروژو اطلاعاتو خلکو ته په فعالانه ډول نه دي وړاندی شوی. “

cost

افغانستان د روڼتیا څار رئیس ښاغلي سیداکرام افضلي وویل: ” د اطلاعاتو د خپرلو په برخه کی یوله ستونزو، د قرارداد په کچه  او د پروژو په کچه د اطلاعاتو ترمنیځ د اړیکی او پیوستون نشتوالی ده. د بيلګې په توګه، د AGEOPS په سیسټم کې د هرات – تورغونډۍ اورپټلیو د نوم لټولو پر مهال، په بيلابيلو نومونو ۹ قراردادونه را څرګندېږي. هغه اطلاعات چې له دې پروژو څخه د قرارداد په بڼه د AGEOPS په سیسټم کې خپاره شوي دي، د جلا کودونو لرونکي دي چې د قراردادونو او اصلي پروژې سره هیڅ منطقي تسلسل نه ښیی. دې ته ورته په نورو پروژو کې هم د قرارداد او پروژو په کچه منطقي اړیکه شتون نه لري. دا کار ددی لامل شوی چی د اطلاعاتو څخه ګټه اخیستنه یی ستونزمنه کړي او د اطلاعاتو ګټه اخیستونکو ته په ځانګری ډول مدنی ټولنی ته ستونزی رامینځ ته کړي دی. له همدې کبله د ملي تدارکاتو اوسني سیستم تر سیوری لاندي د اطلاعاتو خپرولو لپاره د OC4IDS اطلاعاتو خپرولو سټنډرډ له معیارونو سره برابر یو ځانګړی سیستم رامنځته کول ددی ستونزي په هواري کې مرسته وکړي.”

د افغانستان بنسټیزې روڼتیا د دارالانشاء رئیس ښاغلي صبغت الله کریمي وویل: ” د زېربنایي پروژو د اطلاعاتو خپرولو ترڅنګ، د پلي کولو مسئله هم اړینه ده. د دې څيړنی موندنې ښیي چې تر اوسه پوري د ۲۰۱۷-۲۰۲۱ د زېربنا ملي پلان په پلان شویو پروژو کې یوه یې هم نه ده بشپړه شوي. د دې ۱۶ پروژو له ډلې، د ۵ پروژو ( د ټاپ ۵۰۰ پروژه، د کابل او کونړ پر سندونو باندي د اوبو برېښنا لپاره پانګونه، په کابل کې د لمریزې برېښنا لپاره د ۱۰ میګاواټه نوې کيدونکي انرژۍ امکان سنجونه، د هرات – تورغونډۍ او د اندخوی، شبرغان، مزارشریف – کندوز د اور پټلیو) قراردادونه تر اوسه نه دي لاسلیک شوي، ۸ پروژې تر کار لاندي دي او د ۳ نورو پروژو لکه د ټاپي پروژي اطلاعات لا څرګند نه دي. هغه وویل: “فساد او په زیربنا سکتور کی د اصلاحاتو غیرموثریت او ددي بنسټ او یا نورو بنسټونو څیړنیزو راپورونه ته د حکومتی بنسټونو تمکین نه کول ددی لامل شوی چی مونږ د زیربنایی پروژو په پلی کولو کی د پام وړ پرمختګ ونلرو.”

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS