په دایکندي کې د پراختیایي ‌کمیټې/ PDC غونډه جوړه شوه

habibi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۳۰
image

افغانستان- اقتصاد وزارت: په دایکندي ولایت کې د پراختیایي ‌کمیټې / PDCغونډه د ولایت والي رشیدي شهیدي په مشرۍ او د مقام د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیال د ولایتي شورا استازو او د سکتوري ادراو رییسانو په ګډون د ولایت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د دایکندي والي د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره د قرارداد شویو شرکتونو او دولتي اداراو ترمنځ په لا همغږۍ ټینګار وشو.

په دې غونډه کې د ولایت د اقتصاد رییس د تېرې غونډې د پرېکړو د پرمختګ راپور د هغو پروژو، چې تر کار لاندې دي او د هغو پروژو، چې په تدارکاتو کې دي د پرمختګ راپور یې ګډون کوونکو ته وړاندې کړ.

د دایکندي ولایت د اقتصاد رییس په وینا دم ګړۍ ۲۴ پروژې تر کار لاندې دي او هغه پروژې، چې له تېر کال څخه یې چارې نیمګړې پاتې دي، د هغو چارې هم پای ته رسېدلې او یا د تدارکاتو لاندې دي.

د غونډې په بهیر کې د اجنډا سره سم په مختلفو ولسوالیو کې د پراختیایي پروژو په ستونزو بحث وشو او د سکتوري اداراو رییسانو د پراختیایي پروژو په لاره کې د ستونزو د حل لپاره او د پروژو د تطبیق د پروسې ګړندي کولو لپاره نظرونه او وړاندیزونه د غونډې ګډون کوونکو ته وړاندې کړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS