یوه خصوصي شرکت د ګرځنده تلیفون د ثبت او راجسټریشن طرحه او د هغې ګټې له اقتصاد وزارت سره شریکې کړې.

habibi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۸:۳۶
image

اقتصاد وزارت _ افغانستان: د اکسس آرت/ Access -ART په نوم یوه خصوصي شرکت په مبایل کې د ثبت او راجسټریشن طرحه او د هغې ګټې د اقتصاد وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې.

په همدې مناسبت په اقتصاد وزارت کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د اکسس آرت/ Access -ART رییس ، ذبیح٬الله نظری، د همدې شرکت اجراییوي مدیر امان الله نظري د یادې طرحې د ننګونو، اقتصادي ګټو په پار پرزنټیشن ورکړ، چې په پلي کولو کې یې د اقتصاد وزارت مشرتابه او نورو اړوندو ادارو څخه یې پاملرنې غوښتنه وګړه.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست معینانو هم شتون درلوده، چې ډاکټر فاریابي د محصول استملاک ، د ګرځنده تلیفونونو او نورو سافټویرونو د ثبت او راجسټریشن ډیجیټلي کول وستایل او په دې اړه یې د ولسمشر پیغام، چې د پالیسیو او پرمختیایي پروګرامونو په جوړولو، د دندو لټون او د ظرفیتونو لوړول او د شرکتونو د استازو لپاره اداري فساد له منځه وړل، خصوصي شرکتونو ته د خدماتو په چمتو کولو کې د لا ډېرې اسانتیا رامنځته کولو او د هغوی څخه د ملاتړ یاده یې وکړه.

ډاکټر فاریابي ټینګار وکړ، چې اقتصاد وزارت له ټولو هغو طرحو او پروګرامونو څخه ننګه کوي، چې وکولای شي هیواد ته اقتصادي بډاینه ورکړي او ددغې طرحې په اړه به د ټولو اړوندو ادارو سره به همغږي وګړي.

دAccess ART شرکت د معلوماتو په اساس ددغې طرحې په پلي کولو سره به د ټولو هغو مبایلونو، چې افغانستان ته راواردیږي سریال نمبرونه به یې ثبت کیږي.

د وړاندې شویو معلوماتو په اساس د افغانستان په ملي بودیجه کې په منځني ډول د ګرځنده مبایلونو د ثبت له لارې ۲۲ میلیونه ډالره عواید زیاتیږي.

ددغې طرحې د تطبیق په صورت کې کولای شو، چې د ګرځنده تیلفونو څخه د غیر قانوني کړنو او د ګرځنده تلیفونونو او کمپیوټرونو د غلا مخنوی وشي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS