د البیروني پوهنتون په منځ کې د ۲.۵۷ کیلو متره سړکونو د جوړولو کار پیل شوی دی

habibi_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۸:۴۴
image

اقتصاد وزارت _افغانستان: د البیروني پوهنتون په منځ کې د ۲.۵۷ کیلومتره سړکونو کار پیل شوی دی، چې د ۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د هندوستان هیواد د مالي همکاریو په مرسته او د اقتصاد وزارت او لوړو زده کړو وزارت په تخنیکي همکارۍ او د لوړ ټولنیز اغیز پراختیایي پروژې پروګرام / HICDP په مدیریت نن د کاپیسا والي په حضور کې او د ولسي جرګې استازو، د ولایتي شورا رییس، رییس، مرستیالانو او د پوهنتون د استادانو په ګډون پیل شو.

د البیروني پوهنتون رییس دوکتور عبدالقهار سروري او د کاپیسا د خلکو استازو د هند هیواد له مسوولینو، د افغانستان د اقتصاد وزارت او لوړو زده کړو وزارتونو څخه مننه وکړه او دا یې د کاپیسا د اوسیدونکو لپاره یوه هیله بښونکې او حیاتي پروژه وګڼله.

د البیرني پوهنتون زده کړیالان او استادان به د دې پروژې څخه ګټه پورته کړي.

د کاپیسا ولایت د اقتصاد رییس سید اکرام واصل د یادې پروژې په اړه تخنیکي معلوماتو وړاندې کړل او زیاته یې کړه: یاده پروژه د غوښتنو سره سم د ټولنیز ارزښت په پام کې نیولو سره د لوړو ټولنیز اغیز د پراختیایي پروژو پروګرام/ HICDP کې شامل شوی دی.

د دې پروژې دویم پړاو د ۵ کیلو متره سړک او په هغه پورې اړوند ملحقاتو جوړول دي، چې مالي لګښت یې د هند هیواد د مالي مرستو څخه دی. او چارې به یې له اداري کارونو تر بشپړونې وروسته پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د احاطې دیوال د حجم تثبیت او د هغې ډیزاین د مېرمنو شپه خالۍ او د دې پوهنتون د حقوق پوهنځۍ ودانۍ ډیزاین بشپړ شوی او په پام کې ده ، چې دغه پروژې هم اعلان ته وسپارل شي.

البیروني پوهنتون په ۱۳۷۷ کال د کاپیسا ولایت د حصه اول په ولسوالي کې د افغان ګلبهار د نساجي شرکت په اداري ودانۍ کې فعال شو.

یاد پوهنتون ۹ پوهنځی لري، چې عبارت دي له:( د طب، انجنیري، اقتصاد، شرعیات، حقوقو او سیاسي علوم، ژورنالیزم، ژبو او ادبیات، کرنې او ښوونې او روزنې) پوهنځي یې په تشکیل کې دی.

دم ګرۍ، ۷۲۸۰ زده کړیالان، چې ۱۶۳۴ یې ښځینه زده کړیالانو دي په دغه پوهنتون کې په لوړو زده کړو بوختې دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS