د اقتصاد وزارت وزیرې د دې وزارت چارواکو په لیدنه کې د وړتیا او د وزارت تخصصي پرمختګ باندې ټینګار وکړ.

hurmat
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۹:۱۷
image

کابل، پینځه نۍ د لیندۍ ۱۳ نیټه:

د اقتصاد وزارت وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابي، پارلمان څخه د باور رای ترلاسته کولو یوه ورځ وروسته، په غونډه کې چې د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د وړتیا پر اصل او د وزارت پر تخنیکي او تخصصي پرمختګ باندې ټینګار وکړ.

د اقتصاد وزیرې د حکومت مشرتابه او ملي شوراو د باور څخه په مننې سره، پر دوامداره او متوازن پرمختګ ولاړ، د خپلو لویو اقتصادي برنامو او پلانونو باندې ژمنه وکړه او د سولې، سوکالۍ او ځان بسیاینې موخو ته د ټولنیزې او اقتصادي پالیسیو په جوړولو د اقتصاد وزارت ونډه مهمه وبلله.

وروسته د اساسی قانون د تطبیق او څارنې د خپلواک کمیسیون غړې او مشر ډاکټر عبدالله شفایي، د مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش او د وزارت مالي او اداري معینیت مرستیال حامد همدرد ، د نورو په استازیتوب سره ، په اقتصاد وزارت کې لومړۍ میرمن وزیرې ته مبارکي ورکړه. او د افغانستان ودې، اقتصادي پرمختګ او نوي بدلون لپاره دغه لاسته راوړنه اړینه وګنله.

پای کې د کندهار ولایت د اقتصاد رییس د نورو ولایتي رئیسانو په استازیتوب آنلاین توګه خبرې وکړې او د پرمختیايي پروژو په ښه څارنه او پلي کولو کې د ولایتي اقتصادي ریاستونو پر رول ټینګار وکړ.

د اقتصاد ډیری ولایتي مشرانو په دغه کنفرانس کې په آنلاین توګه برخه اخیستې وه.قتصاد وزیری اوشبو وزیرلیک، خادم‌لری بیلن اوچره‌شووده، وزیرلیک‌ده شایسته‌سالارلیک و تخصصی رواجلنیش‌لر عملگه آشیریلیشینی اورغوله‌دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۳۰ - ۱۲:۰
Background image

د بلخ ولایت د ۱۴۰۱ ل کال اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پلان تصویب شو.

اقتصاد وزارت _افغانستان: د بلخ ولایت پراختیایي کمیټې جلسه د یاد ولایت مالي او اداري مرستیال استاد غلام فاروق خپلواک په مشرۍ او د ولایتي شورا رییس، د سکتوري ریاستونو د رییسانو، د ملل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۳:۴
Background image

د غیر دولتی موسسو ریاست اطلاعیه

د افغانستان د غیر دولتي موسسو قانون د ۳۱ مادې پر بنسټ هره غیر دولتي موسسه باید په هرو شپږو میاشتو کې خپل کاري راپور د اقتصاد وزارت او اړوندو ادارو سره شریک کړي.

متاسفانه ۲۸۴ کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۵:۹
Background image

د ملکي خدمتونو ۵۲ زره تنه کارکوونکي د ظرفیت لوړولو زده کړې ترلاسه کوي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او اقتصاد وزارت ګډه اعلامیه

د ۴۴ وزارتونو او دولتي ادارو د پروګرام له مخې، په ۱۴۰۰ مالي کال کې، د دغو بنسټونو کارکوونکو لپاره یو زر او ۷. . .

BACK TO NEWS