د اقتصاد وزارت د رهبري هیات نوبتي غونډه جوړه شوه

habibi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۸:۲۷
image

۱۳۹۹/سلواغه/۱۹

نن له غرمې مخکې د اقتصاد وزارت د رهبري هیات غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي تر مشرۍ لاندې د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د وزارت د مرکزي رییسانو سربېره د پنجشر، بغلان، هرات او پکتیا ولایتونو رییسانو د اړوند زونونو کاري راپورونه د افغانستان د سولې او پراختیا د دوهم سند د پوهاوي په اړه وړاندې کړل. او د اقتصاد وزارت د پنځه کلن پلان ( ۱۴۰۰-۱۴۰۵ ل کال) په اړه یې خپل نظرونه سره شریک کړل.

وروسته د اقتصاد وزیرې د شویو کارونو ارزونه وکړه او د دوهم ANPDF  د عامه پوهاوي په برخه کې د مسوولینو پاملرنه وغوښتله، او همداراز د ولایتونو کلنی پلان او د څارنې پلان په اوډون، د دفترونو چارې برېښنایي کول، د غیر دولتي موسساتو د قانون د تعدیل په اړه د تمویل کوونکو سره دوامدارې مشورې او د اقتصاد وزارت پنځه کلن ستراتیژیک پلان بشپړونې ته یې ګډون کوونکي متوجې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS