د مۍ درېیمه نیټه د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځې په پار د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي

habibi_admin
Mon, May 03 2021 8:36 AM
image

افغانستان - اقتصاد وزارت: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ۲۰۰۱ زیږیدیز کال کې د نوي سیاسي نظام په رامنځته کیدو سره د مطبوعاتو په ډګر کې د پام وړ او بې سارې لاسته راوړنې درلودلې دي.

نن ورځ افغانستان د سیمې یو له هغو هیوادونو څخه ګڼل کیږي، چې د ډیرو رسنیو او مطبوعاتو اړوند قوانینو او مقرراتو په پانوي سره د بیان د آزادۍ د تحقق زمینه برابره وي او له مطبوعاتو څخه یې ملاتړ کړی دی.

زه ددغې مهمې ورځې مبارکي د افغانستان خبریالانو او د رسنیو غړیو ته وایم. د دیموکراتیکي ارزوښتونو څخه ملاتړ او هغوی ته پام کول د خپل ځان او د اقتصاد وزارت د همکارانو اساسي دندې بولم.

مونږ د اساسي قانون، د رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون په رڼا کې د هېواد ټولو وګړو او په ځانګري ډول د رسنیو فعالانو د غوښتنو لپاره د اطلاعاتو د چمتو کولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن یو.

مونږ باور لرو، چې اطلاعاتو ته لاسرسی د افغانستان د خلکو له اصلي حقونو څخه ګڼل ګیږي، چې دغه حقوق به د رسنیو له لارې تأمین شي. هیله لرم، چې ټول سره یو ځای ددغې سترې لاسته راوړنې، چې د زیاتو خبریالانو او د رسنیو فعالانو په قربانۍ سره لاسته راغلې ده، لا نور زیات ملاتړ یې باید وشي.

باور لرم، چې ښه حکومتوالي یوازې د آزادو رسنیو د کړنو تر سوري لاندې او شفاف خدمتونه وړاندې کړي. او د خپلو ولسونو په مقابل کې ځواب مو ویلی وي.

په پای کې د تېرو ۲۰ کالونو د بېلابېلو پېښو له امله د بیان د آزادۍ د لارې قربانیان او شهیدانو ته چې، د رسنیزو فعالیتونو په ډګر کې یې خپل ځانونه له قرباني کړي دي، د هغوی سپېڅلو روحونو ته د لوی ذات څخه د دعا غوښتونکې یم. او ټینګار کوم، چې د مطبوعاتو او رسنیو آزادۍ د هیڅ معاملې وړ نه ده. او باید ثابته یې وساتو

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS