د اقتصاد وزارت پخپله اقتصادي پالېسۍ کې پر ټولنیزو اصولو ولاړ د بازار اقتصادي نظام وړاندیز کوي
![moec](/sites/default/files/2022-02/274485178_114523494490697_1166032368899720591_n.jpg)
چهارشنبه، ۴ کب ۱۴۰۰- ۲۱ رج المرجب ۱۴۴۳
کابل، د رسنیو مرکز:
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وایي، چې دغه وزارت پخپله تازه اقتصادي پالېسۍ کې پر ټولنیزو اصولو ولاړ د بازار اقتصادي نظام طرحه ترتیب کړې او ډېر ژر به یې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء لومړي معاونیت ته، وړاندې کړي.
عبداللطیف نظري، چې د چهارشنبې په ورځ د کب په ۴مه نېټه یې، د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، دې ته په اشارې چې افغانستان په تېر کې ناکام متمرکز او غیر متمرکز اقتصادي نظامونه تجربه کړي، زیاته کړه، د اقتصاد وزارت، پر ټولنیزو اصولو ولاړ د بازار اقتصادي نظام رامنځته کولو په هڅه کې دی.
![moec](/sites/default/files/inline-images/274485586_114523414490705_2112455725325409998_n.jpg)
هغه څرګنده کړه، په اقتصادي پالېسۍ کې چې د اقتصاد وزارت پرې کار کوي، د کرنې، سوداګرۍ او قوانینو د اصلاح بحثونه، تر ټولو ډېر د توجه او دقت وړ ګرځېدلي دي.
د کنفرانس په دوام کې د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمان حبیب، په تېرو پنځه میاشتو کې د وزارت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ۱۳۴ نادولتي موسسو ته د فعالیت جوازونو ورکړه، د نادولتي موسسو د پراختیایي پروژو د وضعیت تحلیل او ارزونه او اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو لپاره د بشري مرستو له وېش څخه د څارنې او له نادولتي موسسو سره د همغږۍ طرحه یې په تېرو ۵ میاشتو کې د وزارت د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.