د اقتصاد وزارت پخپله اقتصادي پالېسۍ کې پر ټولنیزو اصولو ولاړ د بازار اقتصادي نظام وړاندیز کوي

sediqi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۵:۱
moec

چهارشنبه، ۴ کب ۱۴۰۰- ۲۱ رج المرجب ۱۴۴۳

کابل، د رسنیو مرکز:

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وایي، چې دغه وزارت پخپله تازه اقتصادي پالېسۍ کې پر ټولنیزو اصولو ولاړ د بازار اقتصادي نظام طرحه ترتیب کړې او ډېر ژر به یې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء لومړي معاونیت ته، وړاندې کړي.

عبداللطیف نظري، چې د چهارشنبې په ورځ د کب په ۴مه نېټه یې، د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، دې ته په اشارې چې افغانستان په تېر کې ناکام متمرکز او غیر متمرکز اقتصادي نظامونه تجربه کړي، زیاته کړه، د اقتصاد وزارت، پر ټولنیزو اصولو ولاړ د بازار اقتصادي نظام رامنځته کولو په هڅه کې دی.

moec

هغه څرګنده کړه، په اقتصادي پالېسۍ کې چې د اقتصاد وزارت پرې کار کوي، د کرنې، سوداګرۍ او قوانینو د اصلاح بحثونه، تر ټولو ډېر د توجه او دقت وړ ګرځېدلي دي.

د کنفرانس په دوام کې د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمان حبیب، په تېرو پنځه میاشتو کې د وزارت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ۱۳۴ نادولتي موسسو ته د فعالیت جوازونو ورکړه، د نادولتي موسسو د پراختیایي پروژو د وضعیت تحلیل او ارزونه او اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو لپاره د بشري مرستو له وېش څخه د څارنې او له نادولتي موسسو سره د همغږۍ طرحه یې په تېرو ۵ میاشتو کې د وزارت د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۸:۱
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه. پلاوي چې مشري یې محترم ملا صاحب کوله او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۳:۵۴
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت  MCC  له اجرائيوي مرستیال ښاغلي اوو مین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت  MCC  له اجرائيوي مرستیال ښاغلي اوو مین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۸:۱۸
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن (د عقرب ۲۸مه) چې د نومبر له ۱۹مې سره سمون لري، د چین او جنوبي آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو، تجارت او پانګونې د شپږم نندارتون پرانیست غونډې ته چې په چین کې جوړه شوې، وېډیويي و

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن (د عقرب ۲۸مه) چې د نومبر له ۱۹مې سره سمون لري، د چین او جنوبي آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو، تجارت او. . .

BACK TO NEWS