د اقتصاد وزارت د مشرتابه هئیت غونډه د یاد وزارت د سرپرستې وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابي په ریاست ترسره شوه

sediqi
Sun, Oct 11 2020 6:20 AM
moec

 په پیل کې ، د اقتصاد سرپرستې وزیرې قطر ته د جلالتمآب محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړ پوړو پلاوو سفر په اړه د معلوماتو په ورکولو سره؛ د قطر هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد او هم د قطر د اداري پراختیا ، کار او ټولنیزو چارو له وزیرانو سره د خپلې لیدنې له لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه.

آغلې فاریابۍ په ​​افغانستان کې د کرنې او طبیعي ګازو په برخه کې د قطر هېواد پانګونې او په دې هیواد کې د کارکولو لپاره د افغان کارګرانو منلو ته د چمتووالي څخه خبر وکړ او یادونه یې وکړه چې ډېر ژر به یو پلاوی ټاکل کېږي ترڅو د دواړو هیوادونو هوکړه لیکونه تعقیب او  پلي کیدلو ته یې لاره هواره کړي.

په همدې توګه،  د اقتصاد وزارت نوماندې د وزارت د کار او فعالیتونو په اړه خپلې موندنې او ارزونې هم د غونډې له غړو سره شریکې کړې او د وزارت  کاري موخو ترلاسه کولو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصادي پلانونو او برنامو د پلي کولو په برخه کې د همکارانو د پام غوښتنه وکړه.

بیا د اقتصاد وزارت  مرستیالانو او د کاري څانګو  رئیسانو خپل کاري راپورونه آغلې کریمي ته وړاندې کړل او د ننګونو او نیمګړتیاو د له منځه وړلو لپاره یې لازم اقدامات ونیول.

moec

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS