په کابل کې د سوداګریز نړیوال مرکز پرانیستل شو.

sediqi
Thu, Oct 22 2020 8:07 PM
moec

په کابل کې د سوداګریز نړیوال مرکز د اقتصاد وزارت سرپرستې وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابۍ ، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وزیر نثار احمد غوریاني او د کابل ښاروال داود سلطانزوی ، د ولسي جرګې ځینې غړو، د افغانستان د سوداګرۍ خونو رئیسانو او یو شمیر سوداګرو او خصوصي متشبثینو په ګډون پرانیستل شو.

د نیویارک نړیوال سوداګریز مرکز د نماینده دفتر په توګه ،دا مرکز په 90 هیوادونو کې , د نړۍ 320  سوداګریز مرکزونه سره نښلوي چې؛  په هیواد کې د پانګونې د ودې او په افغانستان کې اقتصادي پراختیا لپاره به مناسب فرصت وي.

په کابل کې د نوموړې غونډې د پرانستو په مراسمو کې ، ډاکټره کریمه حامد فاریابي وویل چې د دې مهم او حیاتي غونډې لپاره د افغان حکومت ملاتړ یو ښه فرصت دی چې افغانستان د نړۍ سوداګرۍ سره وصل کړي ؛ بهرني پانګوال راجلب کړي او په افغانستان کې پانګونه پراخه کړي.

او یادونه یې وکړه چې، د اقتصاد وزارت د مناسبو پالیسیو او تګلارو رامینځته کولو سره د دې عالي اقتصادي حرکت ملاتړ کوي.

moec

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS