په کابل کې د سوداګریز نړیوال مرکز پرانیستل شو.
په کابل کې د سوداګریز نړیوال مرکز د اقتصاد وزارت سرپرستې وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابۍ ، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وزیر نثار احمد غوریاني او د کابل ښاروال داود سلطانزوی ، د ولسي جرګې ځینې غړو، د افغانستان د سوداګرۍ خونو رئیسانو او یو شمیر سوداګرو او خصوصي متشبثینو په ګډون پرانیستل شو.
د نیویارک نړیوال سوداګریز مرکز د نماینده دفتر په توګه ،دا مرکز په 90 هیوادونو کې , د نړۍ 320 سوداګریز مرکزونه سره نښلوي چې؛ په هیواد کې د پانګونې د ودې او په افغانستان کې اقتصادي پراختیا لپاره به مناسب فرصت وي.
په کابل کې د نوموړې غونډې د پرانستو په مراسمو کې ، ډاکټره کریمه حامد فاریابي وویل چې د دې مهم او حیاتي غونډې لپاره د افغان حکومت ملاتړ یو ښه فرصت دی چې افغانستان د نړۍ سوداګرۍ سره وصل کړي ؛ بهرني پانګوال راجلب کړي او په افغانستان کې پانګونه پراخه کړي.
او یادونه یې وکړه چې، د اقتصاد وزارت د مناسبو پالیسیو او تګلارو رامینځته کولو سره د دې عالي اقتصادي حرکت ملاتړ کوي.