د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د افغانستان فدراسیون خونې رییس الحاج محمد اسمعیل غضنفر او د یاد فدراسیون له رهبري پلاوي سره وکتل
د لیدنې په سر کې ښاغلي غضنفر د افغانستان د فدراسیون خونې د سوداګریز چارو د خونې د پانګونې او د اقتصادي، سکتوري اتحادیو او خصوصي کاروباریانو د تظیمولو لپاره یې خصوصي سکتور د یوه واحد او ځانګړي سقف په توګه یاد کړ او په افغانستان کې يې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د شته خنډونو په یادولو سره په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د حکومت بشپړ ملاټر وغوښت.
وروسته د افغانستان د فدراسیون خونې مرستیال الحاج خان جان الکوزي د اقتصاد د مدیریت په برخه کې او د افغانستان ټولنیزې او اقتصادي پراختیا د لاسته راوړنې لپاره د اقتصاد وزارت ونډه اړینه وبلله او په هېواد کې یې د کسبګرو د ننګونو د حلولو لپاره د اقتصاد له وزارته وغوښتل چې تر ډېر بریده پورې په کاري پالسیو باندې کار وکړي تر هغو پورې چې پانګوال او کسبګر په دې برلاسي شي، چې په هېواد کې د پانګونې د پراختیا په برخه کې بریالي او د پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کې خپل تاریخي ونډه ترسره کړي.
وروسته د اقتصاد وزیرې خصوصي سکتور د ټولنې په اقتصادي وده کې د دولت پیاوړي مټ په توګه وباله او له اقتصادي فعالانو، کسبګرو او پانګوالو څخه يې د اقتصاد وزارت په ملاټر باندې ټینګار وکړ.
همدارنګه د اقتصاد وزیرې یادونه وکړه، چې: "د اقتصاد وزارت په پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې، چې د جوړولو په حال کې دی، پر داسې مواردو باندې تمرکز کوو چې وکولای شو د موثرو او اغېزناکو پالیسيو او ستراتیژیو په جوړولو سره هېواد ته د پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته کړو او له پانګونې څخه ملاټر وکړو، چې د اقتصاد وزارت او د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم سند ملي چوکاټ له ځانګرو اهدافو څخه دي."
د لیدنې په پای کې د اقتصاد وزیرې په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د شته ننګونو په حلولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.