د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د افغانستان فدراسیون خونې رییس الحاج محمد اسمعیل غضنفر او د یاد فدراسیون له رهبري پلاوي سره وکتل

habibi_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۸:۵۹
image

د لیدنې په سر کې ښاغلي غضنفر د افغانستان د فدراسیون خونې د سوداګریز چارو د خونې د پانګونې او د اقتصادي، سکتوري اتحادیو او خصوصي کاروباریانو د تظیمولو لپاره یې خصوصي سکتور د یوه واحد او ځانګړي سقف په توګه یاد کړ او په افغانستان کې يې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د شته خنډونو په یادولو سره په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د حکومت بشپړ ملاټر وغوښت.

وروسته د افغانستان د فدراسیون خونې مرستیال الحاج خان جان الکوزي د اقتصاد د مدیریت په برخه کې او د افغانستان ټولنیزې او اقتصادي پراختیا د لاسته راوړنې لپاره د اقتصاد وزارت ونډه اړینه وبلله او په هېواد کې یې د کسب‌ګرو د ننګونو د حلولو لپاره د اقتصاد له وزارته وغوښتل چې تر ډېر بریده پورې په کاري پالسیو باندې کار وکړي تر هغو پورې چې پانګوال او کسب‌ګر په دې برلاسي شي، چې په هېواد کې د پانګونې د پراختیا په برخه کې بریالي او د پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کې خپل تاریخي ونډه ترسره کړي.

وروسته د اقتصاد وزیرې خصوصي سکتور د ټولنې په اقتصادي وده کې د دولت پیاوړي مټ په توګه وباله او له اقتصادي فعالانو، کسب‌ګرو او پانګوالو څخه يې د اقتصاد وزارت په ملاټر باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه د اقتصاد وزیرې یادونه وکړه، چې: "د اقتصاد وزارت په پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې، چې د جوړولو په حال کې دی، پر داسې مواردو باندې تمرکز کوو چې وکولای شو د موثرو او اغېزناکو پالیسيو او ستراتیژیو په جوړولو سره هېواد ته د پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته کړو او له پانګونې څخه ملاټر وکړو، چې د اقتصاد وزارت او د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم سند ملي چوکاټ له ځانګرو اهدافو څخه دي."

د لیدنې په پای کې د اقتصاد وزیرې په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د شته ننګونو په حلولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

BACK TO NEWS