د اقتصاد وزارت د رهبري هیات نوبتي غونډه جوړه شوه
۱۳۹۹/سلواغه/۱۹
نن له غرمې مخکې د اقتصاد وزارت د رهبري هیات غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي تر مشرۍ لاندې د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د وزارت د مرکزي رییسانو سربېره د پنجشر، بغلان، هرات او پکتیا ولایتونو رییسانو د اړوند زونونو کاري راپورونه د افغانستان د سولې او پراختیا د دوهم سند د پوهاوي په اړه وړاندې کړل. او د اقتصاد وزارت د پنځه کلن پلان ( ۱۴۰۰-۱۴۰۵ ل کال) په اړه یې خپل نظرونه سره شریک کړل.
وروسته د اقتصاد وزیرې د شویو کارونو ارزونه وکړه او د دوهم ANPDF د عامه پوهاوي په برخه کې د مسوولینو پاملرنه وغوښتله، او همداراز د ولایتونو کلنی پلان او د څارنې پلان په اوډون، د دفترونو چارې برېښنایي کول، د غیر دولتي موسساتو د قانون د تعدیل په اړه د تمویل کوونکو سره دوامدارې مشورې او د اقتصاد وزارت پنځه کلن ستراتیژیک پلان بشپړونې ته یې ګډون کوونکي متوجې کړل.